دغلام مقام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68645
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2019-02-23

\
په افغانستان کې وزارتونه ټول قومي سول
ګونډونه قومي سول ادبي بانډارونه قومي سول
هیڅ شرم دچا په سپينو سترګو کې پاته نسو
کبابونه قومي سول شرابونه قومي سول


غلام کټمټ لکه خر دی
نه کهتر دی نه بهتر دی
چې واک یې اسمان ته ورسیږي
په شا یې سپوراخیر افسر دی

پخوا به هغه وو سړی
چې خډل یې لره کور کې سپی
اوس هغه دی لوی سړی
چې خپله د لوی سړي وي سپی

دمریی بیه دوې تنګې ده
بادار یې پلوري او رانیسي
ازاد سړی کومه بیه نه لري
څوک يې په دوو تنګو نه رانیسي