دافغانستان دمالې وزارت وائې چي د دولتي معاشاتو خبر بې اساسه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68654
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-02-26

مالیي وزارت د دولتي کارکوونکو معاشونو د نوې طرحې جزئیات چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي افواهات، بي اساسه بولي او ردوي یې.

یاده طرح تر دې مهاله نه ده نهایې شوې او په دې تړاو کار دوام لري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د کار او ټولنیزو چارو او مالیې وزارتونو څخه جوړه شوې ګډه کاري کمېټه په دوامداره غونډو کې د یادې طرحې په تړاؤ بحثونه کړي او ټاکل شوې په نږدې راتلوونکې کې د ګډې کمېټې لخوا نهایې او د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته وړاندې شي