د کندهار ښار د لويي ويالې په سيمه کي د پاکو اوبو لویه شبکه جوړېږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68656
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-02-26

د دوشنبې په ورځ د یادي پروژې په موخه د سرپرست والي عبدالحنان منیب په مشرۍ په ولایت مقام کي غونډه جوړه سوه چي پکښي د اړوندو سکټوري ادارو رئيسانو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي د دغي پروژې د ښه تطبيق په موخه هر اړخیزه ويناوي وسوې چي څنګه کېدای سي دغه اغېزمنه پروژه په اساسي ډول پلي او هغه سيمو ته چي د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي پاکي اوبه ورسېږي.

دغه راز سرپرست والي وویل : په  نږدې راتلونکي کي به د کندهار ښار د لويي ويالې په سيمه کي د پاکو اوبو لویه شبکه جوړه سي چي د دغه سېمي ترڅنګ به یو شمېر نورو سېمو ته هم د پاکو اوبو زمينه برابره سي، د هغه په خبره دغه شبکه د ۱،۱ ميلون ډالرو په لګښت جوړېږي چي د روان زیږدیز کال تر پایه به یې چاري بشپړي سي.

په وروستيو کي سرپرست والي عبدالحنان منیب د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د یادي پروژې مقدماتي چاري پیل او د يو ځانګړي طرزالعمل له مخي يې بشپړي کړي.

د يادوني وړ ده چي د پاکو اوبو د شبکې دغه پروژه د کليو پراختيا او اړونده دولتي ادارو په هڅو پلي کېږي