له سزا څخه ځان خلاصول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68658
محمودنظری
دخبریدو نیټه : 2019-02-26

 

د ځینو لاپې او پټکې لکه غپل د کوټه سپي دي
که څه دا سیاسي لوچګان یا هم سپي مخي دي
اخیر یې د ډیر غپلو سره له شا هم غپ سي
دا ډیر غپل ،کړه د هډوکي نه هضم سوي سپي دي
هغه چې ډیر غاپي هغه دلته پالوان یا قهرمان سي
هغه په دې ملک کې ډیر وړ د پردو د غلامي دي
غپل یې د دلاوري او د شا غپ یې دوقارعلامت سي
دادشا غپ لوی ویاړونه او کارونه ښه د کاندیدي دي
هغه چې ډیر غاپي د داړولو او خولې اچولو نه دي
مځکې ته په لاس کولو تل ژر ننوتي د مکانو په سوري دي

 

باچا یو مجرم ته ویل:
تا به په دار کړم!
ول دا کولای نسې صایب!
ول په چاره به دي مردارکړم!
ول داکولای نسې صایب!
ول سر به دي له تنه جلا ستا غدار کړم!
ول دا کولای نسې صایب
ول پوستکی به دی د پروړوډک او بردار کړم
ول دا کولای نسې صایب!
باچاپه غوسه ول په دي لرګي به دي باردار کړم!
ول بیشکه داکوای سې صایب!
باچا ته خندا ورغله ول دا څنګه؟!
ول ما یوه ورځ په یوه خاشه یو میږی خاردار کړ
جزا د عمل حق ده خو زه نه پوهیدم
د خاشې سزا په سوټي کیږي صایب!
خوتا ته هم دسوتې سزا ګوري.
ونې ته يې وکتل اوبا چاته يې و خندل