عوایدي ټاکل شویو اهدافو ته د رسیدو لپاره د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره خبرې وسوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68674
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-03-15

د مالیې وزارت سرپرست عوایدي ټاکل شویو اهدافو ته د رسیدو لپاره د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره خبرې وکړې

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د کب میاشتې په ۲۲ مه نېټه عوایدي ټاکل شویو اهدافو ته د رسیدو لپاره د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین او د ګمرکونو لوی رئیس هم شتون درلود، په شفاف ډول د عوایدو په راټولیدو او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې ټاکل شوي هدف ته د رسیدو، د سوداګریزو توکو د چاقاق په مخنیوي، د ګمرکي کړنو په معیاري کولو، په قانوني ډول د ګمرکي توکو په ترخیص، د ګمرکونو قانون، طرزالعملونو او تعرفې په پلي کیدو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په پای کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو، ناسته کې یاد شویو موخو ته د رسیدو لپاره تعهد پاڼه لاسلیک کړه