د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۱۹ کال په پسرلنیو ناستو کې ګډون وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68692
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-04-13

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۲۲ او ۲۳ نېټو د امریکا په متحده ایالتونو کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۱۹ کال په پسرلنیو ناستو کې ګډون وکړ.

د یادو په ناستو په څنډه کې ښاغلي قیومي د نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، د پرانیستې حکومتولۍ لپاره د مشارکت نړیوال سازمان، د څو اړخیزو پانګونې د تضمین ادارې (MIGA) د نړیوال مالي سازمان (IFC)، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال، د انګلیستان هیواد د پراختیایې مرستو د نړیوالې ادارې (DFID)، د اسیا پراختیایې بانک رئیس، د هند اقتصادي چارو مرستیال، د اروپایې ټولنې د پراختیایې مرستو رئیس و د امریکا متحده ایالاتو د خصوصي سکټور استازو سره په جلا ټول وکتل او همداشان یې د چاپیریال ساتنې په جوړ شوي پنل کې هم ګډون وکړ.