لغمان کې د برښنا د پوروړو په وړاندې د جدي اقدام پیل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68737
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-13

د لغمان برښنا مسؤلینو د خپلو هغو پوروړو په وړاندې د برښنا د عوایدو د را ټولولو او برښنا مزو د پریکیدو لړۍ پیل کړه چې له دوو دورو را په دیخوا یې د لګول شوې برښنا د لګښت پیسې بانک ته ندې تحویل کړي..
د لغمان برښنا مسؤلین وایي، چې دا لړۍ به دوامداره وي، هغه پیریدونکی چې په ټاکل شوې وخت د برښنا لګښتونه نه تحویلوي او یا په غیرقانوني ډول له برښنا څخه ګټه اخلي د برښنا مزي یې پري او فیوزیونه یې له میټر بکسونو څخه وویستل شول او ترهغې چې خپل د برښنا لګښتونه تحویل نه کړي هیڅوک نشي کولای چې د برښنا مزي یې بیرته ونښلوي .
دوی وایي چې د لګول شوې برښنا د پیسو په را ټولولو کې جدي دی، سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپيژني او له هیچا سره به په دې برخه مراعات ونه کړي