په کندهار کي د هيواد او سيمي په کچه د دوهم لوړ بيرغ د بڼسټ ډبره کښېښوول سوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68738
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-17

 


د پنجشنبې په ورځ د ولايت مقام په تاريخي ودانۍ کي د کندهار د والي حيات الله حيات لخوا د هيواد او سيمي په کچه د دوهم لوړ بيرغ د جوړولو د بنسټ ډبره د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي کښېښول سوه، چي پرمهال يې د ولايت مقام دواړو مرستيالانو ( عبدالحنان منيب او حاجي اغالالي دستګيري )، د ولايتي شورا د رئيس، سرپرست ښاروال، ملي سوداګرو، د دولتي ادارو مسؤلينو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په مراسمو کي کندهار والي حيات الله حيات وويل، دغه لوړ بيرغ تر ايران وروسته په دې سيمه او عربي هيوادونو کي دوهم لوړ بيرغ دی، چي د ۱۰۰ متره په ارتفاع د ۱ لک امريکايي ډالرو په لګښت د ولايتي ادارې په هڅو او ملي سوداګرو په همکارۍ جوړېږي، چي چاري به يې د هيواد د خپلواکۍ تر ۱۰۰ کلېزي پوري پای ته ورسېږي.

ښاغلي حيات وويل، چي د دغه بيرغ د جوړېدو لپاره يې ځکه د ولايت مقام ودانۍ وټاکل، چي دا خپله يو تاريخي ارزښت لري او د راتلونکو کلونو په ترڅ کي به رسما د ولايت مقام ودانۍ له دې ځایه خپل نوی ځای ته انتقال کوي او دغه ځای به د تاريخي ابدې په توګه د سېلانيانو پر مخ پرانيزي.