د داعش مهم قوماندان ابو ذر د خپلو اتو ملګرو سره ووژل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68741
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-18

 

ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د داعش وسله والې ډلې مهم قوماندان ابوذر د خپلو اتو ملګرو سره د بې پيلوټه الوتکې په يو هوايي بريد کې ووژل شو.

د معلوماتو له مخې ابو ذر د خوږياڼو په لرو پرتو سيموکې تخريبي کړنې تر سره کولې
پر نوموړي تېره ورځ په داسې وخت کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، ور سره يې نورو اتو ملګرو هم شتون درلود او ټول ووژل شول،

په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی