کامې ولسوالۍ کې ۷۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68742
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-19


ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې اووه نيم سوه بې وزله کورنيو سره د ليف او ريليف مرستندويه ادارو له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي، بوره، چای، دال او نور توکي شامل و، چې د دې ولسوالۍ بي وزله کورنيو او يتيمو ماشومانو ته ورکړل شوه