د شهید مولوي سمیع الله ریحان جنازه جلال اباد ته را ولیږدول شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68746
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-25

د شهید مولوي سمیع الله ریحان جنازه جلال اباد ته را ولیږدول شوه او د شنبې په ورځ به یې د جنازې لمونځ ادا شي .
د هېواد وتلی مفتي او عالم مولوي سمیع الله ریحان چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جمعې د لمانځه ادا کولو پر مهال د مکار او اسلام ضد دښمن د تروریستي برید په ترڅ کې د شهادت لوړ مقام تر لاسه کړ،جنازه یې ماښام ناوخته د چورلکۍ په وسیله له کابل څخه جلال اباد ته را ولیږدول شوه او د شنبې په ورځ لس بجې به یې د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې د جنازې لمونځ ادا شي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،د ختیځ ژغورنې جرګې غړو او ګڼ شمیر نورو یې ملتیا کوله، د شهید سمیع الله ریحان جنازې په را رسیدو یې د ارواښاد روح ته د دعا په موخه د فاتحې مراسم ترسره کړل .
ټاکل شوې د ارواښاد جنازه سبا شنبه د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې د سهار په لس بجو ادا شي .