ننګرهار کې لس تنه داعش ته د ۸ سوه زره ریالو د لیږد،انسان تښتوونې او مبایلونو د قاچاق په تور نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68755
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-31

.
چارواکي وایي،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۵ تنه داعش ته د ۸ سوه زره ریالو د لیږد،یو تن د انسان تښتوونې ګروپ غړی او د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه د مبایلونو د قاچاق په تور نیولي .د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وایي،پولیسو یې د غني خیلو ولسوالۍ په مارکوه بازار سیمه کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې مالي ملاتړ په موخه لیږدیدونکې ۸ سوه زره ریال چې شاوخوا ۲۱۱ زره امریکایي ډالر کیږي،د ۵ تنو سره یو ځای نیولي . هغه زیاتوي،یاد ریال د چرګانو د لیږد په یو موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو،چې د پلټنو پر مهال ورسره یو میل تفنګچه هم تر لاسه شوې.ښاغلی مبارز وایي،پولیسو همدا راز په جلال اباد ښار کې د انسان تښتوونکو د ګروپ یو مهم غړی نظرخان نیولی،چې د نورو ګروپونو د نیولو په موخه ترې تحقیقات جریان لري .امنیه قوماندان په وینا پولیسو یې همدا راز ۳۸۱۷ سیټه مبایلونه چې په قاچاقي ډول په یوې مازده موټر کې لیږدول کیدل،د دوو لیږدونکو سره یو ځای نیولي،همدا راز یې یو ساتنمن او د پولیسو افسر چې د یادو قاچاقو په لیږد کې مرسته کوله،هم نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي