په جلال اباد ښار کې اورلګیدنې ۳ نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68760
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-06-02

په جلال اباد ښار کې اورلګیدنې ۳ نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی،خو د ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د بیاسیکل پلورونې په یو مارکیت کې د برېښنا شارټۍ له امله نن سهار شاوخوا ۵ نیمې بجې اور لګیدلی وو،چې د اور وژنې ډلې له لورې په شپږ بجو اور په بشپړ ډول مړ کړای شو.

د مالوماتو له مخې یاده اورلګیدنه چې د مارکیټ په درېیم پوړ کې رامنځته شوې وه،له امله یې درې نیم میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي،خو د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.

د یادې اورلګیدنې له امله چا ته ځآني زیانونه ندي اوښتې،خو په ګدامونو کې د بیاسیکل پلورونکو اړوند توکې سوزیدلې دي .