دترافیک شپېلک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68770
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2019-06-15

 

رشوت باد دی هر سوسته ونه خوزوینه
فساد ساز دی هره نری څانګه نڅوينه
درواغ راته وایه په رښتیا زه عادت نه یم
خیانت نزاکت دی ډول ډول کونه ښوروینه

هر یو مو یوازې لکه ترافیک په شپېلک ښه پوهیږي
یو بل ته په هر کارکې په جرتک ښه پوهیږي
خدایه څه وخت به کار اهل د کار ته ورسیږي
ترکله به په هر سیاسي کار یوازې غرتک ښه پوهیږي

لږ دهرڅه خوړل خورده ده
ډیر د هرڅه خوړل دارتوره ده
وایي پاخه حاکیمان دا خبرې
متوسط خوړل دهر شي میوه ده