ننګرهار کې د دوو سرګروپانو په ګډون اووه داعش ووژل شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68785
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-07-01

 

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په څنګینه خوله، مینه کلي او مرخڼۍ کلیو کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د دوو سرګروپانو په ګډون ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي .

په وژل شوو داعشیانو کې سرګروپ لونګین اورکزی او هجران باجوړی هم شامل دي او د دوی درې مرکزونه هم په بشپړ ډول تخریب شوي دي.