په ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو څخه د پیسو ټولول منع شول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68787
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-07-13

په ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو څخه د هرډول پیسو ټولول منع شول. د پوهنې سرپرست وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د لارښوونې پر اساس د ښوونکو او زده کوونکو څخه هر ډول پیسي راټولول لکه د مرستي، د فتر اړتیا وړ توکو پیرودل، د ټولګیو رنګول، بیارغونه او داسي نور چي فساد او ناسمه ګټه اخیستنه منځ ته راوړي او د زده کوونکو مور او پلار، په خاص ډول د غریبو کورنیو سره د اندبښني لامل ګرځي په بشپړه توګه منع دي. د داخلي تفتیش او ښوونیز نظارت ریاستونو ته لارښووني شوي چي د مرکز او ولایتونو ښوونځي د دوامداره څار لاندي ولري او د یادو برخو لیدو په صورت کي عمل کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.