ننګرهار کې د تدارکاتو ارزونې کمېټې غړو ته يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68819
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-08-30

ننګرهار کې د تدارکاتو ارزونې کمېټې غړو ته يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

ننګرهار ولايت مستوفي ګل افضل نادري له لوري د تدارکاتو ارزونې کمېټې غړو ته د چارو ښه تر سره کولو په موخه يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

په دغه ورکشاپ کې د تدارکاتو په مالي، تخنيکي او نورو برخو بحث او معلومات وړاندې شول او په ياده برخه کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې.

همدا راز د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې په يو شمېر دوسيو عملي کار هم وشو.