په پاکستان کې افغان سفیر تورخم ښارګوټې کې مسؤلینو سره د یو شمیر موضوعاتو په اړه ناسته کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68820
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-08-30

 

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل د ننګرهار تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال د دې ولایت ګمرک رئیس،تورخم کمیسار او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره د وږې په ۶مه د سوداګریزو چارو پر پیاوړتیا،سهولتونو رامنځته کېدو او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه ناسته کړې .

د دې ناستې پر مهال په سوداګریزو ستونزو،افغاني او پاکستاني ګمرکونو ترمنځ د ۲۴ ساعته چارو ترسره کولو شوې موافقې په عملي کېدو، پاکستان ته د عامو افغانانو د تګ پر مهال د ستونزو په حل او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي .