د استاد د لسم تلين دغه غونډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په مونشن ګلادباخ کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا په ګډه جوړېدونکې ده او په کې به د ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد صديق روهي پر ژوند او علمي هلو ځلو بېلابېلې ويناوې او مقالې وړاندې شي .
په دغه غونډه کې په نظر کې ده چې لومړی د مازيګر پر څلورو بجو د استاد پر مزار د ګلانو توديعي ګېډۍ کېښودلې شي ، بيا د قرآن عظيم الشان ختم وشي او علمي غونډه د مازيګر په پنځه نيمو بجو پيل شي .
بايد يادونه وکړو چې د ارواښاد استاد روهي جنازه لس کاله پخوا په جرمني کې د امانت په توګه خاورو ته سپارل شوې وه او اوس به د می پر اوولسمه نېته له جرمني څخه ، خپل هېواد ته لېږدوله کېږي . جنازه به د می پر اتلسمه د پنجشنبې په ورځ د سهار له خوا کابل ته او له هغه ځايه خوست ته لېږدوله کېږي . په همدغه ورځ د مازيګر پر څلورو بجو به ، د خوست د خلکو او علمي او کلتوري ټولنو په وړانديز او د ډېرو افغاني کلتوري مرکزونو په ملاتړ په خوست پوهنتون کې خاورو ته سپارله کېږي .
د افغاني پوهنيزو شخصيتونو له هلو ځلو او آثارو سره علاقه مندو هېوادلو ته بلنه ورکوو چې په مونشن ګلادباخ کې په دغه درنه غونډه کې له موږ سره ګډون وکړي .
پته :
Jugend Club Westend
Alexianer Str. 3 – 4
41061 Mönchengladbach
ضروري ټيلفونونه : 02161- 6535933 , 0172 - 3042200
د افغانستان د کلتودي ودې ټولنه
په مونشن ګلادباخ کې افغاني کلتوري ټولنه