په ارواپوهنه کې د ‍(شکراېستلو) بحث او ګټې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68830
ساحل منګل
دخبریدو نیټه : 2019-09-06

 

انسان ته الله ج د خپل  ژوند د تيرولو لپاره  زيات مادي او معنوي امکانات ورکړي، چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه واخلي.دغه امکانات بې شمېره دي، چې ځينې يې ښکاره او ځېنې يې پټ دي، چې بايد کار پرې وشي.
په دې ورستيو کې د ارواپوهنې په  بحثونو کې چې د انسان د پرمختګ او ښه  ژوند په اړه روان دي يو يې هم د(شکراېستلو) مسله ده. په اسلامي ارشاداتو کې د شکر اېستلو په برخه کې زيات تاکيد شوی او عامه اصطلاح هم داده چې  بنده بايد په  هر حال شکر وباسي . لکه څنګه  چې په  قران کريم کې الله ج فرمايلي دي (لَئِنْ شَکرْتُمْ لَاَزیدَنَّکمْ)
 ژباړه :که تاسو شکر وباسﺉ، نو پر تاسو به لازياتې پېرزوينې وکړم
ارواپوهان د شکر اېستلو مسلې ته له دينې اړخه نه ګوري  بلکې ددوی خپلې تجربې دي چې څنګه  يو انسان د شکر اېستلو له  لارې  پرمختګ کوي او کوم شيان  نور لاس ته راوړلی شي. په دې ورستيو کې ارواپوهانو په دې موضوع باند‎ې زيات کار کړی او له  تجربو وروسته يې ورباندې زيات کتابونه او مقالې هم ليکلې دي.
ارواپوهنه  هم د اسلامي ارشاداتو ته  ورته  خبره کوي او وايي، چې کله انسان په  يو څه  شکر وباسي نو هغه څه  ورته  څو چنده زيات  بيرته  ورکول کيږي .دوی  وايي چې شکر اېستل د انسان په نعمتونو باندې داسې مثبت اثر کوي لکه  يو وياله چې ډير وخت له ډبرو او چټليو ډکه وي او کله چې له دې چټليو پاکه شي پاکې اوبه پکې په  تيزۍ سره پکې جريان پيداکوي. شکر ايستل هم انسانانو ته د نعمتونو د ورتګ  لارې پاکوي او يو په  څو چنده يې انسان ته  ورکوي.
زمونږ او ستاسو په  ټولنه کې د شکر اېستلو ټکی کم  ليدل کيږي او هغه څوک  چې دغه ټکی کاروي په  ډيرو محدودو ځايونو کې . لکه : د ډوډۍ په  وخت کې، د سالم  مصروفيت  او يا نور.  خو ارواپوهان  وايي چې شکر ايستل بايد د ژوند په  ټولو مسايلو کې زيات  او عام شي. دوی سپارښتنه کوي، چې نه يوازې د ډوډۍ بلکې د ژوند په  مهمو اړخونو کې شکر واېستل شي.
په لاندې سپارښتنو کې چې بايد يوه مياشت يې يو کس ترسره کړي څينې لارښوونې په ګوته شوې دي. په دې کار سره د انسان خوداګاه ضمير د شکر اېستلو په  جمله خروبيږي او د ډير وخت لپاره په مغزو کې  هم پاته کيږي .
دغه سپارښتنه په دې ډول ده، چې له  لاندې جملو څخه چې ټولې دېرش جملې کيږي هره ورځ يوه يوه وکاروئ. هره جمله د ورځې لس ځله په يوه کاغذ وليکئ. جمله داسې نه چې قلم او کاغذ راواخلی او په يوه وار يې وليکی، بلکې دغه جمله  له سهاره تر ماښامه په بېلابېلو وختونوکې وليکلئ. لکه دوه ځله سهار- دوه ځله غرمه – دوه ځله ماسپيښين ـ دوه ځله مازديګر-  دوه ځله ماخستن .
لومړی ورځ: زه په خپل روغ بدن شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
دوهمه ورځ: زه په خپل کاروبار شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
دريمه ورځ: زه په خپله سالمه کورنۍ شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
څلورمه ورځ: زه په خپلو دوستانو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
پنځمه ورځ: زه په خپلو اولادونو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
شپږمه ورځ: زه په خپلو سالمو جنسي اړيکو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
اوومه ورځ: زه په خپل کړي تعليم شکر باسم:  شکر – شکر– شکر
اتمه ورځ: زه په خپل استعداد شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
نهمه ورځ: زه په خپلو اړيکو چې له خلکو سره يې لرم شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
لسمه ورځ:  زه په سالم خوراک څښاک شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
يولسمه ورځ: هغه فرصتونه چې مخ ته راروان دي پر هغو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
دولسمه ورځ: هغه پيسې چې په تېر کې مې ګټلې پر هغو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
ديارلسمه ورځ: هغه اعتبار چې په ټولنه کې يې لرم پر هغې شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
څوارلسمه ورځ: زه په خپلو ښو ګاونډيانو شکر باسم. شکر – شکر-شکر
پنځلسمه ورځ: زه د خپل مور و پلار په  ژوند شکر باسم. شکر – شکر-شکر
شپاړسمه ورځ: زه په  خپل باور او اعتماد شکر باسم. شکر – شکر-شکر
اوولسمه ورځ:زه په خپلو ښو ملګرو باندې شکر باسم. شکر – شکر-شکر
اتلسمه ورځ: زه په خپلو اخلاقو شکر باسم. شکر – شکر-شکر
نولسمه ورځ: زه په خپل جرت شکر باسم. شکر – شکر-شکر
شلمه ورځ: زه د خپل نفس په پاکوالي شکر باسم. شکر – شکر-شکر
يوويشتمه ورځ: زه په خپل موټر شکر باسم. شکر – شکر-شکر
دوه ويشتمه ورځ:زه په خپل مبايل شکر باسم. شکر – شکر-شکر
درويشتمه ورځ: زه په خپل کمپيوټر شکر باسم. شکر – شکر-شکر
څلور ويشتمه ورځ: زه په خپل کتابتون شکر باسم. شکر – شکر-شکر
پنځه ويشتمه ورځ: زه په انټرنټ شکر باسم  چې ګټور مالومات راکوي. شکر – شکر-شکر
شپږ وپشتمه ورځ: زه له خلکو سره په سالمه راشه درشه شکر باسم. شکر – شکر-شکر
اوه ويشتمه ورځ:زه په خپل دفتر(کار ځای) شکر باسم. شکر – شکر-شکر
اته ويشتمه ورځ: زه په خپل کور شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
نهه ويشتمه ورځ: زه په خپل سالم چاپيريال شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
ديرشمه ورځ: زه په خپلو وړتياو شکر باسم.  شکر – شکر– شکر
يادونه: دغه پورته جملې حتمي ندي چې کټ مټ يې وليکئ. تاسو کولای شئ، چې خپل ژوند او امکاناتو ته په کتو يې خپله ځان ته جوړې کړئ.که چيرې مو يوه مياشت دغه تمرين عملي کړ نو وبه ګورئ، چې په ژوند کې مو د هر ډول نعمتونو او امکاناتو څومره پريماني راځي.