فحاشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68882
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2019-11-26


وزیر چې برطرف سي وایي دې دولت کې فحاشي ده
معین چې برطرف سي وایي دې دولت کې مرداري ده
هر یو چې په واک وي وايي خورا دې وطن کې ابادي ده
وايي خلک تر پزې ماړه دي ډیره کراره کراري او آرامي ده
خلک وايي هیڅ کار بې زور ، واسطې او رشوت نه کیږي
هر غریب او خوار وايي دلته له حده ډیره زورزیاتي ده
دولت وايي همدا هوبه هو د شرق ډیموکراسي ده
عوام وايي دلته پرڅوکۍ سمه کچ غیږه او زور ازمايي ده
« نظری» وايي په دي لوبو کې یوازې چټاک اول نمره دی
ځکه دلته کامیابي د خپل ځان په پرتوګ ښویي ده
چې سیاست کې د ځان اوبل په پرتوګ استلو نه شرمیږي
دهغه ستر چټاک په هره ملي لوبه کې هرومرو کامیابي ده