ملاتړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68943
ارواښاد يوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2020-01-21

 

بـیـلتون پـه مـیـنه کې سـم اور دتناره شي اخــر
مـیئن چې نـه مـومي وصال ایـره ایـره شي اخــر
پــه پـټــــه نـه کــیـږي جـانـانـه را تــرغــاړیــوځـه
یاري خوږه شي چې پخه شي اوښکاره شي اخـر
مینه ژوندون دی ژوندون مینه ده بـاور پرې وکړه
څـوک چې په بله لاره درومي بـیـچاره شي اخــر
دلــته رنګـونـه پـه مـخ نـه وهـي ذاتـي ښــکلا ده
دلـته چـې کـوږ کـیـږدي قــدم آره آره شـي اخــر
پـیـونـد دزړونــو کـه پـه دود دپـښـتـنـو ونـه شي
د کلـي کــور لـه نـرخـه وځــي اواره شـي اخــر
د خـټـو ګـټـو ویـجـاړ کــور بــه د بـابـا جـوړوو
تـش مـلاتـړ د خـدمـتګار کـه راسـره شـي اخــر