په ننګرهار ولایت کې د سلو په شاوخوا کې تاریخي سیمې او ابدې شتون لري .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68955
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2020-01-28

د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼی وایي،د دې ولایت په مرکز او ولسواليو کې د سلو په شا و خوا کې تاريخي ابدې او ځايونه شتون لري، چې د يادې جملې څخه ۲۲ تاريخي ابدې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري رسماً ثبت او راجستر شوي.
نوموړي زیاتوي، پاتې تاريخي ابدې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري تر جدي مراقبت لاندې دي، چې د پلان سره سم به يې د ثبت او راجستر چارې په راتلونکې کې تر سره شي.
ده وويل موږ په دې تواندېدلې يو، چې دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجي څخه د جلال آباد د سراج العمارت تاريخي ودانۍ باندې عملاً د ترميم چارې پيل کړو چې په راتلونکې کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي، په دې سربېره د هډې تاريخي موزیم څخه هم چاردېوالي تاوه شوې او له غصب څخه خوندي شوی دی، همدا راز د سبز آباد تاريخي غونډۍ باندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تخنيکي ټيم له لوري د مسلکي کيندلو چارې پیل شوي، چې تر دې دمه د سلو څخه زيات تاریخي اثار ورڅخه تر لاسه شوي.
د خوږیاڼي په وینا د جمهور رئيس په خاصې پاملرنې او د جمهوري رياست د خاصې بوديجې څخه سږکال د غازي امان الله خان مزار هم په اساسي ډول رغول شوی، د شاهي ماڼۍ چارې جریان لري او ټاکل شوې ژر د مملې تاریخي باغ د بیارغونې چارې هم پیل شې.