لر او بر یو افغان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68963
میروس حمیدي
دخبریدو نیټه : 2020-02-01

لر او بر یو افغان


د لر او بر یو افغان غږ نن له آمو تر اباسینه د هر افغان د

خولې ناره شوه او د پنجاب د ظلم او استبداد کرغیړن

استعمار دړې وړې کیدوته ورنژدې شو.

د پنجاب زولنې نورې په ماتیدو دي  او زه وینم چی د

پښتون قام په درو او سردرو د آزادۍ د لمر وړانګې په ځلیدو دي. زه وینم چی د آمو تراباسینه د یو افغان او یوې وینې د غږ انګازې خورې دي. د باچا خان د لر او بر یو افغان ارمان

نور په پوره کیدو دئ. زه وینم چی نور دپښتون په کلي او

بانډه  کی د ټوپک آواز نه اوریدل کیږي. خو زه اورم لا هم

اورم لا ډیر په زوره یی اورم د شپونکي د شپیلئ غږ اورم د

لراو بر یو افغان غږ اورم.

هو! نور پښتون راویښ شوئ ، نور پښتون رابیداره شوئ،  د خوشحال د تورې شرنګ اوچت شوئ، نور د رحمان دعا

منظوره شوې، نورمنظور پښتون شوئ، پښتون په جذبه

شوئ او خیبر په عظمت شوئ. زه وینم چی پښتون بیا

خوشحاله  شوئ د پلار نیکه ارمان یی پورهشوئ، زه وینم

 چی پښتون بیا پخلا شوئ او له آمو تر اباسینه سره یو شوئ. 
\