وځلــــیږه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68966
ارواښاد محمد يوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2020-02-01

د لوی افغانستان دخپلواکۍ ویاړلي غورځنګ ته

د ماذیګــر د لمـر لـویــدلــو وړانــګـې وځـلـیـږه
د لـر ګـودر د زیــــړو ګــلـو څـانـګـې وځـلـیـږه
نه دې په ژوند خواته نږدې شومه نه ته راغللې
تنکۍ غوټۍ د ګل په څانګۍ څانـګۍ وځلـیـږه
ما نه هـمـت د مارګـلې د پــولـو بـل اخیـستی
ما نـه ډیـورنـډ وړي د فخـر پانګـې وځـلــیـږه
زما ملت د خپل وجود په لر او برکې ورک دی
د لر او بر له وجود وړانـدې دانګې وځـلـیـږه
زه په تورتم کې ستاپه لوردرځم چې تـته نه شې
د خـپلواکۍ د ګلـو څانـګې وړانـګې وځـلـیـږه
د خـدمـتګار د سبا سترګې د نـفاق له وریځـو
سرکړه راپـورتـه یـوځل دانګې وانګې وځلـیږه