په کامې ولسوالۍ کې په غير قانوني ډول د کانونو کيندنې مخه ونيول شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68967
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2020-02-16

د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ مربوطاتو کې امنيتي مسئولينو په غېر قانوني ډول د کانونو کيندنې مخنيوی وکړی او هغه وسايل اوماشينونه يې ترلاسه کړل، چې پرې غير قانوني کيندنې کېدې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د امنيتي مسئولينو اقدام ستايلی او زياتوي، چې د امنيت ښه کېدو ترڅنګ ژمن دی چې د هر ډول فساد، غصب او نورو غير قانوني کړنو پر وړاندې د قانون له مخې په جدي ډول اقدمات تر سره کړي