هغه فریاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68985
زلمی نصرت
دخبریدو نیټه : 2020-03-16


هغه فریاد چې انتها نه لرې!

د ټول احساسه سره
 فریاد دې اورمه زه
هغه فریاد
چې انتها نه لرې
پري هم پوهیږمه ښه
د همرنگۍ فریاد دې
غواړې چې ماته دې ځان ورسوي؟!
 خو زه  حیران یم تا ته
چې ته به څنګه تر ما ورسیږي؟!
ماته، چې خپله خپلواکي نه لرم
 په کلي کور کې کوم ښادي نه لرم
په تور زندان کې پروت یم
د خرافاتو په زنځیر باندې تړلی یمه
 له عقل او هوشه یې خلاص کړی یمه
په ټول احساس سره مې
فریاد دې اورمه زه
فریاد مو یو دي سره
هغه فریاد
چې انتها نه لرې

۱۲.۰۳.۲۰۲۰
وایله
دنمارک