شرمیږم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69042
ارواښاد يوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2020-06-06

 

ستا دکلي او کوڅوپوری شرمیږم
دنیکونو دقبرو پوری شرمیږم
ستا تاریخ ستا دحالت سره سر نه خوري
پښتنواله او پښتو پوری شرمیږم
دسیالانو له سیالۍ یمه وتلی
ډیر دخپلو کړو او وړو پوری شرمیږم
چی دلوی افغان بچي وینه وږي
دنړۍ د،ولسو پوری شرمیږم
ستر کاروان دبشریت ځي مخ په وړاندی
زه دورانو کنډوالو پوری شرمیږم
دنړۍ دپرمختګ ډګر کی کم یم
دځوانانو او بچو پوری شرمیږم
چی دکور په منځ می کرښی دویش وینم
دبابا دکارنامو پوری شرمیږم
ستا پړونی دی زما دسر کفن شي
چی دپیغلو لوپټو پوری شرمیږم
څو چی چهوده ، هم چنان پښتو کی اورم
خدمتګاره دی پښتو پوری شرمیږم
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی