په تېرو دو اوونیو کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69110
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2020-08-23

د ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له ۱۷ – ۳۰مې نېټې پورې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۴۰۱ میلیونه له مستوفیتونو، ۶۹۴ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارده ۳۳۴ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۱۱۶ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۰۳ میلیارده ۷۲۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال د وږې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ۶۳ میلیارده افغانۍ (۳۸٪) پراختیایې بودیجه او ۱۶۲،۶ میلیارده افغانۍ (۵۳٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۲۵.۶ میلیارده افغانۍ (۴۸٪) جوړوي