ځوریدلی ولس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69138
سمیع الدین افغاني
دخبریدو نیټه : 2020-09-27


ورځ تر بله جنازې په اوږو کیږي
څه تنکي،چنارځوانان ترخاورو کیږي

بل څوک نه دي دا د لوی افغان بچي دي
د پردو په لمسون هره ورځ قتلیږي

هره خوا لکه صدام په خوله تکبیر دی
څوک نظام څوک ترهګر په نوم یادیږي

ناست قطر کې دي وطن ته سوله غواړي!
په وطن کې شپه او ورځ ولس ځوریږي

دا دښمن دی دا دوکه ده بل څه نده
اوس پدې حقیقت هر افغان پوهیږي

دا چې چا مونږ په قومونو یو بیل کړي
د هغو په لمسون ګران وطن ورانیږي

د خلاصون لاره یواځې همغږي ده
افغاني په پوهه هر مشکل حلیږي
--------------------------------
۲۰ - ۹ - ۲۰۲۰
م ۰ کال