د وينې تيز او د سولې پيکه رنګ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69157
عبدالوحيد وحيد
دخبریدو نیټه : 2020-11-29

 


د امريکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورئ په مياشت کې د دوه اړخیز هوکړه لیک له لاسليک کولو وروسته جګړو په هیواد باندي د وحشت توره لمن وغوړوله. د اړونده سرچينو له مخې پنځوس سلنه د جګړو او درې څلويښت سلنه د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. د سولې لپاره ټولې ژمنې په يخ باندي ليکل ثابت شول د بين الافغاني مذاکراتو د لمر راختو سره سم ويلې شوې.

متاسفانه دلته له پردیو سره دوستي او يارانه وياړ ګڼل کېږي، خو د افغان په لاس د بل افغان ورور وژنه د مجبوريتونو په کتګوري کې راوړي. دلته سوله يا مصالحه په خپل مفهوم چې د يوبل منلو او د يو د بل په وړاندې انعطاف او تنزل نه، بلکې د مخالف لوري تسليمي او په خپله ارګ ته ننوتل او يا په ارګ کې پاتې کيدل سوله ګڼل کېږي. دلته د "اشدّأُعلى الکفار رحمأُ بينهم" قراني ايت دعمل په ډګر کې په معکوسه توګه پياده کيږي.

لنډه دا چې دلته د هر قاتل لپاره د غازي او خونکار او د هر وژل شوي لپاره د شهيد او مردار القابو د کارولو لپاره دلئ دلئ توجیهات پراته دي، د انسان د ژوند ژغورلو، د دغې سوځېدلي خاورې د رغولو، د دغه کنډواله هيواد ښيرازولو او د دغه ګډ کور د جوړولو لپاره بين الافغاني مذاکرات د طرزالعمل جوړولو په مورد کې د اختلاف له امله له تيرو دوو مياشتو راهيسې په ټپه ولاړ دي.

دلته د سولي رنګ پيکه ده، د زغم تحمل، متقابل احترام او انعطاف کلتور له منځه تللئ ده. دلته د ژغورلو لپاره هيڅ نشته، خو دلته آن د مورکئ په خيټه کې د نا مولود ماشوم وژلو ته هم توجيهات او بانې جوړيږي.

د ارګ حاکمانو کلونه کلونه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په نوم کچکول د پرديو هيوادونو تر عسکري قاغوشونو پورې ورساوه او طالبانو شل کاله د بهرنيو ځواكونو د وتو په صورت کې د افغانانو د خپلمنځي سولې د شونتيا او اسانتیا ژمنې کولې، خو اوس مو وليدل چې د دواړو خواو غوښتنې پوره شوې، مګر د ولسونو د سولې د ارمان د پوره کېدو هيڅ څرک نه لګيږي.

زمونږ په جګړه کې د ښکېلو غاړو له وعدو او تشو خبرو څخه ملت دومره ناهيلئ شوئ ده چې اوس د سولي په تړاو د ټرمپ او بايډن په برياو څرګندونو او ارادو باندي حساب کوي. حال دا چې زمونږ په هکله ټرمپ بايډن، اوباما يا بش هيڅ اختلاف نه لري. اوس مونږ د امریکا په لومړيتوبونو کې نه بلکې په زياتو مواردو کې طفيلي او فرعي مسائلو کې راځو. زه منم چې زمونږ په جګړو کې امریکا ژور نقش لري، خو امريکا ته زمونږ سوله او ګټې نه، بلکې خپله سوله او خپلې ګټې اهميت لري. که دلته جګړه د امریکا په ګټه وه، د جګړې خواوې خړوبوي خو که سوله ورته لومړيتوب ولري، نو د سولې لابي کوي. له طالبانو سره د سولې په تړون کې مو وليدل چې د خپلو عسکرو ژوند او خپلو جنګي وسائلو خونديتوب او د افغانستان له خاورې څخه د ګټې اخيستو په نتيجه کې په امریکا او ملګرو باندې د هر ډول او د هرې ترهګرې ډلې لخوا د بريد د مخنیوي لپاره د طالبانو ژمنتیا يې لومړيتوب وه. په هوکړه لیک کې يې په زغرده ورڅخه دفاع کړې ده. د بين الافغاني مذاکراتو د پيلولو لپاره د طالبانو د بندیانو د خلاصون او د تاوتریخوالي کمول يې د توقعاتو (Eexpectation) په کتګوري کې راوستلي ده.

ښاغلئ ولسمشره! د وخت حساسيت درک کړه. مونږ خپل ارزښتونه سپک کړل. مونږ په بهرنئ نړئ کې د پراخ فساد، پاشلي حکومتي چوکاټ، په شخصي خپلوي او ياري ولاړې ديپلوماسي له امله بهرني دوستان له لاسه ورکړي دي. د ديوال نوشته ولوله! راځه هغه غلطي او سهوې مه تکراروه چې پخوانيو مشرانو کړې دي. په ګاونډ سيمه او نړيواله سطحه زمونږ د جګړې او سولې بهرني اړخونه زمونږ د اوسني ترينګلي کورني سياسي او امنيتي وضعیت او په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د ممکنه ناکامې له امله په خطرناکو رقابتونو باندې لاس پورې کولاى شي. هرڅه ګډوډيداى شي. افغانستان له ناورين سره مخ کيداي شي. دا هغه څه دي چې تاسو به يې جوړلو وړتیا ونلرئ. تاسو د نجيب استعفا سهوه ګڼئ خو زه د هغه مهال د سياسي بدلونونو د عيني شاهد په توګه د نجيب د استعفأ د شرائطو اړتیا ګڼم، مګر په نوموړي باندي ډير ناوخته شوئ وه او له بلې خوا د مجاهدينو مشران د سياسي حالاتو د ترينګلتيا په ارزونه او د پرديو لاس وهنو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

د وخت د حساسيت له امله ملي سياستوال هم مسئوليت لري چې له رقابتونو او د امتیازاتو ترلاسه کولو څخه تېر شي. حکومت په مسلسله او متواتره توګه د کعبې په نيت ترکستان ته روان ده او حتى د سهوو د ارزونو لپاره بيا کتنې ته هم تيار نه ده. په اوسني وضعیت کې د غني غلطي نه يوازې زمونږ هيواد د نوي يمې لسیزې له کورنئ جګړې او لا تر دې هم خطرناک صورت حال سره مخ کولاى شي ، بلکې په خپله ولسمشر غني هم د تباهي کندې ته غورځوي.

کله چې د شرائطو کره کتنه نه وي، نو لکه د ډاکټر نجیب غوندي د مصئونيت له ستر پوښښ سره سره هم بند راځي او د هوايي ډګر په څلور لاره کې ورباندي د ملګرو ملتو الوتکې ته د پورته کيدو مخه نيول کېږي او د تيښتې لاره يې بنديږي.

د رباني طالبانو او کرزي د حکومتونو په مهال مې ارګ ليدلئ وه. د هر يوه خپله ځانګړتيا درلوده. د رباني حکومت په حکومت کې ارګ د احمد شاه مسعود له انځورونو او پکول والا خلکو کور وه. طالبانو ارګ ته سپيڅلي اسلامي عنعنوي افغاني رنګ ورکړئ وه. واى که باجوړ نه خورې نو غيبت يې مه کوه. د کرزي د حکومت پرمهال ارګ د خلکو کور او د ملي ارزښتونو سپيڅلتيا ننداره وړاندې کوله، خو اوسنى ارګ بالکل بدل بدل ښکاري او د USAID د دفتر ننداره وړاندي کوي. يو وخت د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد کې د خلکو کور ته ورغلئ وم. هغه مهال د ترکمنستان ولسمشر سفرمرادنيازوف يو مغرور متکبر او لادينه شخص وه، خو په ارګ کې داسې خلک ښه ډير ښکاريدل چې د دغه هېواد د کلتور، ټولنیز ذهنیت ملي ارزښتونو او دين پورې د تړاو استازيتوب يې کاوه. دغه هېواد او عنعنوي مذهبي تولنه د اوسنيو بيځايه مانورونه او بدلونونو تاب او زغم نه لري. غني له باروتو سره لوبه کوي. زه د سمون او بدلون پلوي يم خو معتقدات جلا ځانګړتياوې لري او ملي کلتور خوندي ساتل هم د تمدن د ژوندى پاتې کېدو لپاره اړين ده. اوسنئ اداره ددغو مقدساتو په ساتلو او د هيواد په مديريتي وړتیاو پوره کولو کې پاتي راغلې ده. موازي ادارې او کمیسیونونه جوړول يې زده دي خو له فساد سره د په مبارزه کې په بشپړه توګه ناکام دي. د فساد ټول انواع او اقسام له ارګ څخه پيليږي او له ارګ څخه يې دفاع کيږي.

طالبانو باندې هم يو ځل بيا غږ کوو چې نه درسره عقده لرو او نه هم درته خوبونه وينو. وروڼه او ددغه هېواد د وګړو په توګه مو د ټولنيز بدن غړي ياست. له تاسو پرته نيمګړي يو او د ټولنې د رواني رنځونو معالجين مو ياست. د سولې په هکله اوسنئ تګلاره مو له اور سره لوبه کول دي. په تيزي سره د بدلوليدونکو حالاتو د خطر دقيقه، کره هراړخيزه محاسبه وکړئ. اوسنى نظام ښه او که بد ده، خو خداى مه کړه که يوه ضربه يې وخوړه، نو بيا به يې غني او تاسو د مديريت وړتیا ونلرئ. د دغه هېواد د بچيانو په توګه په دغه خاوره باندې له مخالف لوري سره د ګډ محترمانه ژوند او ګډ کار کولو هنر زده کړئ. لکه دپخوا په شان د واک د انحصار تصور هم مه کوئ. د اسلامي نظام او ولسي رأيو پربنسټ ولاړ زعامت په رامنځته کولو، مالي ادارې او اخلاقي فساد د له منځه وړلو په تړاو مو ټول ملت په کلکه ملګرتيا کوي. د سرومال په بيه درسره ولاړ دي، خو جګړه ورته د توجیه وړ نه ده. د سولې په هکله څرګند او ځانګړي وضاحتونه ورکړئ. خپلې غوښتنې په رڼه ډګر مطرح کړئ او لکه چې امريکا سره مو وکړه همدغه شان يو د سولي تړون له خپلو افغانانو سره هم لاسلیک کړئ.
په درنښت، کابل افغانستان
شنبه، د لړم ٢٤، ١٣٩٩