د سعادت او نېکمرغۍ اسباب لومړۍ برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69176
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2021-01-01

 

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:

د زړه راحت او خوشحالي او همدا راز د غمونو او پرېشانيو ختمېدل سعادت او نېکمرغي ده او هر Ú…ÙˆÚ© غواړي چې زه دي نېکمرغه شم او د حاصلولو لپاره ئې هلي ځلي  کوي.

د دې لپاره يې بېلا بېلي لاري غوره کړې دي: Ú…ÙˆÚ© نېکمرغي په رياست،مشرۍ اوسردارۍ کې   لټوي،څوک يې په مالدارۍ او مال سره لټوي،څوک ئې په لوبو او عبثو کارو کې   لټوي،  همدا راز نوري Ú«Ú¼ÙŠ لاري دي.

په دغوکسانوکي هريوه ته Ú©Ù‡ وويل شي چې Ú…Ù‡ Ø´ÛŒ لټوې ØŸ او Ú…Ù‡ غواړې ØŸ هغه به ووايي: زه نېکمرغي لټوم،  راحت او آرام غواړم،  د غمونو ختمېدل غواړم، له غمونو او کړاوونو لري کېدل غواړم!! 

نو هدف د ټولو يو دی او هغه د سعادت او نېکمرغۍ لټول دي خو فکرونه او عقلونه فرق سره لري،هر Ú…ÙˆÚ© يې په هغي لاري کې   لټوي کومه چې ده ته د سعادت او نېکمرغۍ لار معلومېږي.

له دې امله ډېر ځله ځيني خلګ خپله نېکمرغي په داسي Ú…Ù‡ کې   لټوي چې په هغه کې   د ده بدمرغي او په دُنيا او آخرت کې    بربادي وي.

الله تعالی پر خپلو بندګانو دا احسان Ú©Ú“ÛŒ دی چې دوی ته يې د سعادت او نېکمرغۍ اسباب په خپل مبارک کتاب کې   بيان Ú©Ú“ÙŠ او همدا راز رسول الله – صلی الله عليه وسلم – هم په خپلو احاديثو کې   په ډېره ÚšÙ‡ طريقه بيان Ú©Ú“ÙŠ دي.

څوک چې دغه اسباب عملي کړي نو ان شاء الله – تعالی - هغه به سعيد او نېکمرغه شي او له هر ډول خطره به محفوظ شي.

ځيني يې دلته موږ ان شاء الله تعالی په اختصار سره ليکو: 

۱: ايمان.

۲: نېک عمل.

الله تعالی فرمايلي دي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ [النحل:٩٧]،

ژباړه: چا چې نېک عمل ÙˆÚ©Ú“ØŒ Ú©Ù‡ نارينه وي او Ú©Ù‡ ښځينه خو چې مؤمن وي، نو حتمًا به ÚšÙ‡ ژوند ور باندي تېر Ú©Ú“Ùˆ او په آخرت کې   د هغو ÚšÙˆ عملونو چې دوی به کول، لا ÚšÙ‡ بدله ور Ú©Ú“Ùˆ!!

همدا راز الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلا  [الكهف:١٠٧]ØŒ 

ژباړه: يقينًا هغو کسانو چې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي، د هغوی لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي!!

له دې آيتونو معلومه شوه چې د ايمان او ښه عمل له امله د دُنيا او آخرت نېکمرغۍ تر لاسه کېږي.

ايمان د سعادت او نېکمرغۍ اساس دی، کله چې ايمان په چا کې   وي، هغه کس نېکمرغه دی، Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم نور اسباب د نېکمرغۍ په هغه کې   نه وي.

کله چې ايمان او نېک عمل په چا کې   نه وي، هغه نېکمرغه نه دی، Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم نور ټول د نېکمرغۍ اسباب پکې وي.

ځکه ايمان اساس او بنسټ دی او له اساس او بُنياد پرته ابادي نه شي درېدلی.

کله چې بُنياد موجود شي، بيا نور منزلونه ور باندي جوړېدلی شي، Ú©Ù‡ بُنياد نه وي، نو نور منزلونه خو په هوا کې   نه شي درېدلی. ( نور بيا ...)

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين