د کرکټ بورډ غړي د کرکټ بورډ ادارې په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69181
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-17

.
د کرکټ بورډ غړي او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل تېره ورځ د کرکټ بورډ په کلنۍ عمومي غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ، چې په کې د ۲۰۲۰ ز کال کلنی را پور او روان کال پر پلان خبرې اترې وشوې.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د خبرو پر مهال په ټولو برخو کې اصلاحات رامنځته کول، د دولت د بشپړې همکارۍ په پایله کې په کابل کې د لوبغالي د جوړېدو لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کول او د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشدخان د ټاکل کېدو ویاړ د ۲۰۲۰ کال له مهمو لاسته راوړنو څخه یادې کړې .
په دغه ناسته کې د بورډ غړو هارون میر، ضیاءالحق امرخېل، محمد نبي عیسی خېل، فریدون الهام او ګلالۍ نور ساپۍ یو په بل پسې خپل وړاندیزونه او پوښتنې وکړې چې د کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي او اجراییه رییس رحمت الله قریشي له لوري ځوابونه ورکړل شول