چپرهار کې د عملیاتو پر مهال د داعش د ښاري ډلې غړی ونیول شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69183
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-17

په ننګرهار کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ ډاګو سیمې په کاریزو کلي کې تېره شپه د ځآنګړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د ښاري شبکې غړی ثناءالحق د یو میل تفنګچې، یوې برچې، یو دروبین او یو لیپټاپ کمپیوټر سره ژوندي نیول شوی.
په همدې حال کې ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو وړمه ورځ د خوږیاڼو په سرې کلا سیمه کې د ګډو نورو ځواکونو حمایوي عملیات ترسره کړل چې پر مهال یې درې وسله وال طالبان ټپيان او پاتې نور یې له سیمې څخه وتښتیدل