د ډولکي بابا زیارت اړوند د ځمکې د غصب مخنیوی وشو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69184
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-17

د ننګرهار عدلې رئیس مستوخان هلال وایي، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې سیمه کې د قاسم خان او شیراز خان په نومونو دوو تنو د ډولکي بابا زیارت یوه اندازه ځمکه کې کار پیل کی وو چې د زیات قبرونه یې ویجاړ کړي وو او غوښتل یې چې د هدیرې ساحه غصب کړي .
هغه زیاته کړه، د یادې قضیې د تعقیب په موخه د عدلیې، څارنوالۍ او حج اواوقافو ادارې پلاوي اقدامات پیل کړل، په سیمه کې یې کار بند او هغه کسان چې کار یې پیل کړی وو، د وضاحت په موخه رسماٌ جلب شول .