يو امريکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69209
ايمل افغان
دخبریدو نیټه : 2021-01-08

 


افغان ملت دغه تپل شوې څلوېښت کلنه جګړه نوره په خپل ځان نه مني چې لومړي د افغان سياستوالو له خوا او بيا د سيمې او دې هېواد ته د راغلو امريکايي لښکرو له خوا په دوي تپل شوې هغه په دې معنی چې خپله دوي وايي موږ په دې نن افتخار کوو چې په يوه کال کې يو امريکايي عسکر هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی بلکې طالب او داعش جمعه يې د سيمې هېوادونه هغوي لومړی په ملي اردو، ملي پوليسو او بيا په عام وګړو پسې ټوپک او کوتک را اخيستي څه يې چې په وس پوره دي هغه په دې ملت عملي کوي.
افغان سياستوالو راځۍ د دې ملت او د هغوي د ټولې سيمې د ستونزو په اړه يو عمومي اما دقيق نظر وکړو چې دا خبره ترې په پوره توګه څرګندېږي چې د دغه آزاد فطرته ملت بې کاره سياسي خوځښت په داسې تېزۍ او تندۍ سره لومړی د افغان سياستوالو او بيا د بهرنيانو له خوا مخ په وړاندې روان دی چې د هغه مخه د نړۍ هېڅ ځواک هم نه شي نيولی ولې هغه بې ځايه وينې توېول او بې ځايه جګړې په کې رامنځ ته او په دې خلکو وتپل شوې او په خپلو سيمو کې و وژل شول خو په کار ده چې دغه ملت له داسې ناوړه او رنځور حالت څخه نور ځان را وېستلی وای او خپل کار په خپله کړی وی نه چې د بادار او مشر په هيله نور هم کېني چې هغه په داسې مهمو سياسي حالاتو کې ډېر وروسته سياست ته را و وځي او ووايي موږ په هېواد کې په شرايطو برابره سوله کوو، موږ وايو په داسې مشرانو او ډلو ټپلو نور بايد دغه ولس نه په افغانستان کې او نه هم په قطر کې وغولېږي او نه نور له دې وروسته د دې خلکو په غولوونکي سياست باور وکړي چې د دې کړنو په ترسره کولو سره دغه ملت يوه پېړۍ نور هم وروسته پاتې شي چې بيا به يې مسؤوليت ټول د همدغو موجوده سياستوالو په غاړه وي. هغه که په حکومت کې شته ډلې او ګوندونه دي او که د دوي مخالفې ډلې طالبان، داعش او يا په لنډه توګه پاکستان، ايران، امريکا او انګلستان دي.
څرنګه چې د افغان ملت په سيمه او خاوره کې جګړه حاکمه ده او استعماري ځواکونه او کړۍ هم نه غواړي دا خلک په رښتينې توګه سياست ته ورسېږي او د جګړې اور د دوي له سيمې لرې شي ترڅو د دې کار په کولو دغه ولس خپلې موخې ته او له بې ځايه چاودنو او تش په نامه د سولې له غوښتلو څخه حقيقت ته ورسېږي. له دې لارې به وکولای شو خپل ټول پلانونه چې نن ورته زموږ کنډواله شوی هېواد او وګړي اړتيا لري عملي کړو او بل د دې ملت ستونزې به هم تر يوه بريده ورسره هوارې شي.
دا چې زموږ د دې ليکنې ټوله موخه د سياسي، ښوونيزو، اقتصادي او فرهنګي ستونزو په له منځه وړلو او د سولې په راوستلو څرخي نو په دې ټولنه کې په هېواد مينو سياستوالو او د دوي په لاس جوړ شوي حکومت ته په کارده چې د خپل قوم او تنظيم د يوکولو لپاره په بېړه لاس يوکړي، دغه ملت د مخ په وړاندې تګ په لور وهڅوي، د ټوپکو او توپونو د ډزو او انګازو نه نور دا وګړي خلاص کړي، د افغانستان سياستونه او هوا هېڅ کله هم له ډزو آرامه نه ده پاتې شوې، واک او چوکۍ داسې خلکو ته په لاس ورغلي چې هغه له سره افغانان نه دي او نه دې ولس ته وفادار سياستوال پاتې شوي دي.
په افغانستان کې نننۍ سياسي وضعې او حالاتو ته که وګورو هېڅ داسې ورځ نه تېرېږي چې څو تنه افغانان دې بې ځايه د پرديو د ګوليو ښکار نه وي شوي په تېره بيا پښتانه ځوانان چې تل وژل شوي او له خپلو ملي او نړېوالو حقوقو او زده کړې بې برخې شوي او تل دښمن د همدوي په لور د خپلو ټوپکو شپېلۍ نيولي او وژل شوي چې کله بيا د دوي په وړاندې څه نا څه مخالف حرکت شوی بيا ورته د کورنيو مشرانو په مرسته له سينو غلبېل جوړ کړی دا هغه حالات دي چې فکر نه کوم نور په دې خاوره کې د خپلو مشرانو او بيا د راغلو بادارانو له لاسه دغه سياسي وضعه و زغمل او خلک دې دا کړنې هېرې کړي.
څنګه چې د افغان ځوانانو موخه په دې ځای کې له نيوکو او ترخو ويناو څخه داده چې موږ نور د افغانستان په ټوله خاوره کې چې جګړه روانه ده کټ مټ د نورې نړۍ په څېر سوله، د خپلو وطنوالو په مړو د پښتنو په خاوره کې هديرې يوه په بلې پسې زياتېږي، په دې څلور لسيزو کې شپاړس سوه پښتانه مشران و وژل شول چې ښکاره بېلګې موږ په هر ولايت کې ليدلی شو دا به په دې خاوره کې ډېرې ناوړه پايلې له ځانه پرېږدي او دې ته به اړ شو چې ټوپک او تورې ته يوځل بيا لاس کړو او خپل هېواد او وطنوال په خپله وګټو نه چې نور د بهرنيو ملتو په مرسته د داخلي مشرانو له لاسه و وژل شو، بس ده جګړې مو ډېرې وکړې، وژنې ډېرې وشوې، ملتونه ډېر سرماتي د جګړې له ډګر څخه خپلو کورو ته ستانه شول، ولې د جګړې خوند او ګټه د يو څو کسانو جيبو ته لوېږي چې هم له بهرنۍ نړۍ څخه ورته پوره عايدات راځي او هم خپله په دننه د حکومت په لوړو چوکيو ګومارل شوي او څه يې چې زړه غواړي هغه نن په دې ملت ښه په نره عملي کوي.
موږ دلته د داسې نيمګړو اشخاصو په بې کاره سياستو پوره نيوکه کوو، هغه له سياست څخه سمې لارې ته سيخ کول غواړو، ملت نور خپل حق او حقوق غواړي، دا ملت به داسې ړوند نه وي چې کومه خوا يې څوک کشکوي او دی ورپسې روان وي، ملت نور پوره راويښ شوی، بيداره شوی، امن او سوله غواړي، ملت د اقتصادي ستونزو ختمول غواړي، ملت د پردي فرهنګ ختمول غواړي، لنډه دا چې ملت نور بې کاره او جنايتکاران د حکومت په لوړو چوکيو کېنول نه غواړي او په قاطع ډول غواړي هغه له قدرت څخه وغورځوي او ځای هغه چاه ته وسپاري چې هغه د واک وړتيا په ځان کې ولري د ملت درد ورسره وي، د ملت په خوي او بوي پوه وي، ښې لاس ته راوړنې ولري، ښه تاريخ له ځان سره ولري، غل نه وي، جنايتکار نه وي.
لنډه دا افغانستان ته راغلې بهرنۍ نړۍ په رنګارنګ وسايلو سره کوښښ کوي چې په دغه هېواد کې د جګړې لوبه ګرمه وساتي او هغه ډلې واک ته ورسوي چې د افغان ملت په ګټه او خير نه وي. ترڅو له دې ډلې خلکو د هېواد په ړنګولو کې خپلې مثبتې پايلې تر لاسه کړي او نړۍ ته دا خبره يوځل بيا لکه د ۱۳۷۵ هـ.ش کال په څېر جګړې او پېښې وښيي چې افغان ولس د واک په سر نه جوړېږي او غواړي يوځل بيا دغه هېواد د بحران په لور روان کړي.
نړېوالو او ملتپالو مشرانو ته په کارده، له افغان ولس سره په دې برخه کې مرسته وکړي، اداري اصلاحات ورته رامنځ ته کړي، جګړې په سوله بدلې کړي، جګړه مارې ډلې د سياست له ډګره لرې کړي، ځای او واک يې هغه چاه ته ورکړي چې هغه ولس ته د منلو خلک وي بيا به وکولای شو هغه د تباهۍ او ابدي بدبختۍ اور چې د افغان ولس په غاړه کې د خپلو مشرانو او بيا د بهرنيانو له لاسه پروت دی هغه به مو مړ کړی وي په دې شرط چې څوک خپل حق او حدود په دې خاوره کې و پېژني ځان او خپل هېواد ته په ډېر څه قايل وي، دې خاورې ته منلی شخص وي، ملت ورباندې رامات وي.
مګر بهرنيانو او بيا د هېواد مشرانو ته په کارده، نور د پوه خلکو، په ځانګړې توګه د پښتنو له بې ځايه وژلو او ځورولو لاس په سر شي او د استعمار هغه پاليسي چې نن په دې ولس د بهرنيو له خوا حاکمه ده له منځه يوسي او وکولای شي په دغه هېواد کې د امن او سولې يوه ښکلې امنيتي فضا رامنځ ته کړي او په يوه پياوړي تصميم نيولو او قطعي ارادې سره د خپلو اداري تنظيمونو د پوره کولو لپاره له لوړو پروګرامو څخه کار واخلي ترڅو دوي په خپلو چارو کې کامياب را و وځي.
دا به هغه برياليتوب وي چې موږ به خپله خاوره د تجاوزګرو له ناپاک وجود او بريدونو څخه د دې کار په کولو پاکه کړې وي، ملت ته به مو هغه څه پرې اېښي وي چې تل به بيا په ښه نوم د تاريخ په پاڼو کې يادېږو، د ټول افغانستان خپلواکي، ملي او سياسي يوالی به مو پوره تأمين کړی وي.
دا چې موږ په ستونزو، سوله، جګړه او د حل په لارو چارو په دې ځای کې خبرې کوو، په کار هم ده، په داسې اقداماتو او لاس ته راوړنو لاس پورې کړو چې په ملي مرکزونو کې ډېره ښه انګازه ورکړي او په متحد ډول د دغو تجاوزکارانه اقداماتو مخه په کې ونيول شي او نړېوالو ته هم دا خبره يوځل بيا ثابته شي چې افغان ولس يو سوله غوښتونکی ولس دی او غواړي سوله وکړي او د سولې تر سيوري لاندې خپل ژوند غوره کړي ترڅو دوي هم لکه د نورې نړۍ د ملتو په څېر خپل هېواد ګل او ګلزار کړي.
په افغانستان کې د عمومي نظر په اړه د هېواد سياسي لوبغاړو ته په کارده، د جګړې د مخنيوي لپاره د عمل ډګر ته ودانګي او هغه وخت به بيا دوي د ناوړه پېښو او عواقبو مخه نيولې وي چې دوي په خپله نور له جګړې لاس واخلي او د خطر احساس وکړي چې نن که ولس وژل کېږي يوه ورځ هم راتلونکې ده چې د همدې بهرنيو بادارانو له لاسه به همدغه موږ په دار کېږو که زموږ مشران دې خبرې ته په خپل ذهن کې ځای ورکړي او ولس ته کار وکړي، ولس په ځان را مات کړي نو په خپل ژوند کې به يې ډېر د کاميابۍ چانسونه هم تر لاسه کړي وي.
همدا ډول کله چې د افغانستان په سيمو په ځانګړې توګه په مرکز کې د هېواد دښمنان غواړي د نا امنۍ او جنګ جګړو اور د پښتنو په منځ کې بل کړي او په دې منځ کې بيا دوي خپل ناپاک مقاصد او موخې تر لاسه کړي نو فوراً يې د ملي خائنانو اوغدارانو په پياوړي کولو عملي اقدام کړی او دا پرېکړه له ځان سره کړې چې په افغانستان کې بايد د جګړې ډګر ګرم وساتل شي او يو افغان هم په ارامه خپل ژوند ونه کړي چې همداسې وشول او دا لړۍ اوس هم روانه ده چې نور به څه کېږي؟.
څرنګه چې افغان ولس په ښه او بد اوس ښه پوه شوی او د دې قابل دی چې د ځان لپاره يوه غوره لاره و ټاکي او په هغې روان شي ولې دلته بيا بله خبره ده هغه دا چې که په دې لاره دغه ولس لومړی بهرنۍ دښمنه نړۍ او بيايې کورني مشران پرېږدي او د دوي په اداري سيستم او استعداد کې لاسوهنې ونه کړي نو ډېر څه به دې ولس د خپل ځان لپاره رامنځ ته کړي وي خو چې څه نه کېږي او وروسته پاتې کېږي دا ټول لومړی د خپلو مشرانو له لاسه کېږي او بيا د بهرنۍ نړۍ کار دي چې دا ولس په خپلو وينو لمبولی او کار ته يې نه پرېږدي چې خپل کار په خپله وکړي.
نننيو افغان سياستوالو ته په کارده له شته ستونزو ځان او خپله ټولنه خلاصه کړي له خپلو سکه وروڼو، سپينو طالبانو، د جنت بلبلو سره اوږه په اوږه د سياست په لاره کې ودرېږي او په پياوړو او ښو اقداماتو دواړه خواوې لاس پورې کړي پرديو متجاوزينو ته دا يوځل بيا عملاً ثابته کړي چې افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه هر څه کولای شي خو که دوي په رښتينې توګه لاس يوکړي دغه قوم به د نړۍ يو ډېر رسېدلی او پياوړی قوم وګڼل شي ځکه دې قوم د خپل تاريخ په اوږدو کې د ژوند ډېرې سړې او تودې و ليدلې، چاه په يوه نوم و وژل او چاه په بله جامه کې سرونه ترې غوڅ کړل، ولې دی اوس هم د يوې مړۍ ډوډۍ په ارمان په توره تياره کې بې سواده د خپلو مشرانو له لاسه ناست دي چې د نړۍ پردي وګړي به دوي ته سوله راولي او دوي به بيا د سولې تر سيوري کېنوي او دا خپل نيمګړی ژوند به مخ په وړاندې وړي.
په افغانستان کې د استعماري نارو او متجاوزانه اقداماتو په وړاندې دغه قوم ته په کارده نور له دې مرګونې لوبې څخه خپل هېواد خلاص کړي تر کله به په خپلو وينوکې لمبېږو، ښه به دا وي چې موږ له دې وروسته د هر جنايتکار او خيانت ګر په وړاندې په عملي اقداماتو لاس پورې کړو، جګړې ته نور د پای ټکی کېدو او سولې ته ښه راغلاست و وايو.
څرنګه چې نړېوالو او کورنيو دښمنانو ته په دې څلور لسيزو کې ثابته شوه چې دوي نه شي کولای په افغانستان کې په ارامه خپلې مېلې او چړچې وکړي نو چې نه شي کولای دوي ته هم په کارده د افغانستان له پرېښودلو څخه لاس په سر شي او خپل هېواد ته ستانه شي ترڅو نور په دې هېواد کې د دوي له لاسه د افغان ولس وينې د دوي، طالب او هم د داعش له لاسه تويې نه شي.
نن چې څومره موږ په دې خاوره کې په دې جګړيز حالت فکر کوو هغه ساعت ډېر ژر راتلونکی دی چې دغه افغان دښمنان به له دې خاورې په ډېره بېړه زوړند سرونه وزي او نړېوال سياست کې به دوي بيا په شرمو و شرمېږي او دا خبره به يوځل ثابته شي چې زموږ ولس په خپل منځ کې هر څه کولای شي او د نړۍ يو باعزته قوم دی خو که دې قوم ته څوک کار وکړي او دا ولس خپل سرته پرېښودل شي او مشران يې يوځل بيا په جنايتونو او خيانتونو لاس پورې نه کړي.
په افغان ولس تپل شوې جګړې هغه څه دي چې نړۍ ته څرګنده شوې په دې کار سره د افغانستان امنيت د خرابوالي په لور تللی، خرابۍ ورسره رامنځ ته شوې، اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزې پېښې شوې او د دې جګړې مسؤليت نن ټول لومړی په افغان مشرانو او بيا د هېواد په دښمنانو اچول کېږي هغه د ښمنې ډلې چې هغوي په مستقيم ډول په دې جګړه کې لاس لري هغه که بهرني اجنټان دي او که کورني ولې افغانستان يې په کنډواله بدل او يوه پېړۍ وروسته يې واچولو چې له داسې خلکو سره بايد نړېواله محاکمه وشي او د عدالت مېز ته راکش شي ترڅو د دې عمل په سرته رسولو سره په دې خاوره کې جنايتکارانو په وړاندې يو نړېوال ريکارډ مات شي او دا نړېوالو ته ثابته شي چې افغانان هر څه کولای شي او د دې کار په کولو سره حکومت هم د ملت زړونه لاس ته راوړي او ملت به يوځل بيا له حکومت سره همکار پاتې شي.
دا چې په افغانستان کې ظلم، تشدد او انتقام مخ په زياتېدو او ترقۍ روان دی او دومره څوک نه شته چې د داسې ناوړه کړنو مخنيوی وکړي، ولسونه او سياستونه هم د ناکامېدو په حال کې دي او څوک نه پرېږدي چې د ظلم په وړاندې لاس پورې کړي دا ځکه چې د دولت او ادارې په راز کې داسې کسان ګومارل شوي چې هغه په خپله نه غواړي د دې کار مخنيوی وکړي او نه هم د دې اجازه ورته شته چې هغه دې ملت ته په ښو او غوره کارو لاس پورې کړي.
نړېوالو دښمنانو د افغان ولس د بدبخته کولو او د هېواد د ړنګولو لپاره، د ترقۍ د نهضت د کمزوري کولو او په عين وخت کې د خپلو مقاصدو د تامينولو په موخه د افغانستان جګړه چې په حقيقت کې د حکومتونو ترمنځ د هغه رياست وېشل دي پيل کړه، په لومړيو کې که څه هم ځينې افغانان په ځانګړې توګه پښتانه بېله دې چې د دغه جنګ په حقيقت پوه شي د دينې جذبې لاندې راغلي او تل يې دغه جګړه خپلې سيمې ته کش کړې او په لوی لاس د دې ناوړه لوبې ښکار شوي چې دا لارې ټولې ورته هغو کسانو برابرې کړي چې هغوي غواړي په دغه سيمه کې دې د جګړې اور بل وي او دا قوم دې په همدې اور کې سوزول کېږي.
دا خبره يوځل بيا پښتنو ته د دوي د فطري ذکاوت په پياوړتيا سره ثابته شوه چې په افغانستان کې جګړې ټولې د پرديو دي او تل پر دوي تپل شوي، مرګ ژوبله پښتنو ورکړې، د جهاد اعلان لومړی د پښتنو له سيمو شوی، د جنګ لومړۍ کرښې د همدوي سيمې ګرځېدلې دي، لنډه دا پښتون هغه ملت دی چې له هر پلوه په دې خاوره کې وهل شوی او زورول شوی. هېڅ داسې سياسي څېره مو ونه ليده او نه مو تر سترګو شوه چې هغه دې د پښتنو لپاره په ګټه تمامه شوې وي او د دوي په طرف دې ولاړه وي چې د دې کار په کولو سره د دوي حقيقي سياسي تګلاره څرګنده شوې وای ترڅو دوي هم د برياليتوب په لور ګامونه اخيستي وای.