ګردېز کې د ولسي تړون او د ملي دسترخوان د دوو پروګرامونو پرانیسته وشوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69211
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-27

 

د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازی چې د لوګر او خوست ولایتونو له سفر وروسته پکتیا ته راغلی، دلته یې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون او د ملي دسترخوان پروژې پرانیستې.

نوموړی وایي، یادې پروژې به د پکتیا په مرکز ګردېز کې د هغو شوراګانو لخوا پلي شي، چې د خلکو په رایو ټاکل شوي.

شمیم خان کټوازي وویل، چې دواړه پروګرامونه د خلکو په خوښه د شوراګانو له خوا ترسره کېږي، چې له مخې یې د فساد د ترسره کېدو فرصت ډېر کم لیدل کېږي