په کورونا د اخته کسانو شمېر له سل میلیونو واوښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69215
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-27

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼه-چې د کورونا اړوند شمېرې پخپله ټولوي- د سې شنبې په ورځ وویل، په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له سل میلیونو واوښت.

جان هاپکنز پوهنتون هم دا شمېر تاییدوي او وايي، د سې شنبې ورځې تر ماسپښین نړۍ کې له کورونا د مړو شمېر هم دوه میلیونه او یو لک پنځوس زرو ته ورسېد.

دا په داسې مهال ده چې تېر کال په دغه ورځ په کورونا د اخته کسانو شمېر د چین تر ووهان ښار محدود و او امریکا کې ګوته په شمېر کسان په دې وېروس اخته وو