طنزي څلوریزې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69304
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2021-11-30

طنزي څلوریزې
لکه چې په نارینه علم فرض په ښځه نه دی؟
لکه چې وطن ابادول په نر په ښځه نه دی ؟
څه ښه وایي چې ټیټ نسې څوک نه در باندې سپریږي
لکه چې ستا په انتیک سوچ نر انسان او ښځه نه دی؟
***
ولي له ملت ضد بل رنګ مو جنډه ده ؟
ولي د افغان له کلتوره په تراټ مو منډه ده؟
چې عدالت کولای نسې عبادت کولای نسې
د تورو غلو سره اخیستې خپله مو پلنډه ده
***
طالبه له خورده من مه جوړوه
له خره لوده عقلمن مه جوړه
ټوله دنیا سترګې سترګې دي
هرې ګناه ته توسن مه جوړوه!
توسن (دلیل)
***
داسې اوربند سو چې ان د تنور اور مړ سو
د دې وطن با سواده د نس په ترور مړ سو
خپله نس یې له غنیمتونو چوي تا ته وایي صبر
له ډاره يې د چرسیانو پر چلم سکور مړ سو
***
طالبه اول دی کور له پنجابه راوباسه
بیا ځان د باچاهي له خوابه راوباسه
ستا دا دوست له ذاته د بزو قصاب دی
ځان د هغه له انګړ او کنارابه راوباسه
***
ته یې لکه باز تربیه کړې، اوس په تا ښکار کوي
د بڼ هره ښکلې مرغی درباندی تار تار کوي
لږ عقل درته په کار دی په دي د دجال جهان کي
پوه سه هغه ستا پر لودګۍ له دنیا سره خمار کوي
***
دوو سپيانو، پشي سره کشوله
د هغو میله وه پشي یې وشلوله
دنیا او طلبا اخته دي ملت کشوي
اخیر به وګورو چې د چا یې وشلوله
***
دلته پټ پټاني دی امیر پټ
د دوحې د ډوډۍ خمیر پټ
دلته روانه لوبه د الله داد ده
یار پټ، بادار پټ او وزیر پټ
***