افغانستان کې د محکمې له حکم پرته وژنې زیاتې شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69361

دخبریدو نیټه : 2022-03-09

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي‌ کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې ولسي تلفات او جنګ جګړې کمې شوي، خو د ډېرو افغانانو لپاره د بشري‌ حقونو وضعیت خراب شوی.

په راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانوله واکمنۍ له پیل سره د محکمې له حکم پرته د مخکني حکومت د قاضیانو، ښځینه قانونپوهانو او وکیلانو او نورو کارکوونکو وژل هماغسې چټک روان دي.

راپور زیاتوي چې طالبان خلکو ته د یو ګواښ په سترګه ګوري او د مطبوعاتو کارکوونکي، بشري حقونو مدافعان وژل شوي، نیول شوي او یا تري ‌تم شوي ‌دي.