افغانستان کي بزګران وائې حاصلات لري خو بازار نسته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69379
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2024-07-21

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بزګران وايي، سږ کال د دوی د باغونو حاصلات ډېر ښه دي، خو د پلور او ذخیره کولو لپاره یې بازار او معیاري سړې خونې نسته

دوی  په هېواد کې دننه او بهر له ټولو پانګه‌والو غواړي چې له دوی سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي
 سږ کال  له  وچکالی وروسته بارانونو سره د تازه مېوو حاصلات ډېر ښه و. په ځانګړي ډول د الوبالو، زردالو، خټکو او هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالي راغلی، یو شمیر بزګران  وائې  که چیري د  د جوسونو د تولید له کارخانو  لخوا ددغه میوو څخه استفاده وسي  دا  به له یوه پلوه د کروندګرو ملاتړ وشي او له بل پلوه به مصرف کوونکو ته زیان نه رسیږي.