رمضان بشردوست : چارواکو نه یم بندي کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69386
زړګئ مل
دخبریدو نیټه : 2024-07-21

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وائې چې د ده د بندي کېدو په اړه خپرې شوې اوازې دروغ دي.

نوموړی  وائې چي په انترنیټ ئې کوم چا د ده په اړه اوازه خپره کړې چي طالبانو بندي کړي  ، نوموړی وویل چی تر اوسه  ددې خبر په اړه ډیرو کسانو دده سره اړیکه نیولی خو دی بندي ندي

ها خوا په تخار کي د مخکني ولایتي شورا د ریس روح الله روف ، لیکوال  سید رحیم سعیدي او په کندهار کي د خبریال محمد یار مجروح  په اړه  خبرونه خپاره سوی چي طالبانو  نیولی دی تر اوسه د مجروح کورنۍ تاید کړې  چي نوموړی د طالبانو استخباراتو نولی دی

د طالبانو د حکومت تر اوسه  په دې هکله څه ندي ویلی