په درو میاشتو کي پنځه نیم لکه افغانانو هیواد پریښی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69388
زړګئ مل
دخبریدو نیټه : 2024-07-21

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په یو راپور کې ویلي چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیرد چټکیدو سره هممهاله، لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه کړې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي

په هیواد کي د طالبانو د واکمنئ سره سلګونو زرو کسانو هیواد پریښی  دی او زیاتره د خپلو لوڼو د تعلیم په خاطر مجبورا هیواد پریښي او په نورو هیوادو کي  میشت سوی
په هیواد کي د ښځو پر زده کړو بندیز څخه  څه باندی زر  ورځي تیریږي .