فغانستان کې پر رسنیو فشار او د خبریالانو ګواښل ډېر شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69389
زړګئ مل
دخبریدو نیټه : 2024-07-21

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو حکومت له خوا پر رسنیو د فشار او د خبریالانو د ګواښلو پېښې ډېرې شوې دي.

دغه مرکز زیاتوي چې په دې موده کې د محتوا له مخې د رسنیو د کارونو څارنه هم تر پخوا سخته شوې ده.

دغه رسنيز سازمان ویلي، چې په شپږو میاشتو  موده کې یې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا د خبريالانو د نیولو او ګواښلو شاوخوا ٩٠ پېښې ثبت کړې دي

بلخوا په افغانستان کي یوشمیر خبریالان وائې چي د طالبانو د استخباراتو او اطلاعاتو ریاستونه ئې هره ورځ رسنیزی چاري څاری او ګواښونه ورته کوي چي د نا امنۍ خبرونه به نه خپروي او ټول خبرونه به ئې  ددوی په فرمایشونو برابر وي