هند افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ پيل کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69390
زړګئ مل
دخبریدو نیټه : 2024-07-26

د هند د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې افغانانو ته یې د ویزې ورکړه بیا پیل کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي دي.

جیسوال له افغانستان سره د هند پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، هېواد یې د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لري
د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې زرګونه افغانان هر میاشت  د درملنې لپاره هم هند ته تلل خو اوس نه یوازي دا چي د هند ته تګ په ټپه دریدلی  د پاکستان هیواد ته تګ هم له ګڼو مشکلاتو سره مخ دی

د هند د باندنیو چارو وزارت د اعلان سره سم ئې  په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د ویزې لپاره تقاضا په انلاین بڼه مني