نانسي میس: طالبان دي یوه ترورستي ډلې په توګه وپیژندل سی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69391
زړګئ مل
دخبریدو نیټه : 2024-07-26

د امریکا د استازو جرګې یوې غړې نانسي میس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه او په هغې کې یې غوښتنه وکړه چې طالبان دې د یو بهرني تروریستي تنظیم په توګه ومنل شي او په افغانستان کې دې د دوی د رژیم له رسمیت پېژندلو سره مخالفت وشي.
د استازو جرګې د دې جمهوریپالې غړې په وینا، د دې قانون هدف دا دی چې یو واضح پیغام واستوي چې متحد ایالتونه به د ترهګرو له خوا کنټرول شوي رژیم ته مشروعیت نه ورکوي.

په هغه بیان کې چې د اغلي میس دفتر خپور کړی، ویل شوي: "د ازادۍ او عدالت تقاضا ده چې موږ هر ډول ظلم او جبر رد کړو. زموږ لایحه دا تضمینوي چې امریکا هیڅکله د طالبانو تروریستي رژیم په رسمیت نه پیژني."