د مارچ د ۸مې د ښځو د نړیوالې ورځې په اړوند

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69401
نور محمد غفوری
دخبریدو نیټه : 2025-03-06


د مارچ ۸مه، د ښځو نړیواله ورځ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له تعذیب او تاوتریخوالي څخه د ښځو د آزادۍ او د حقونو د برابرۍ له پاره د مبارزې په سمبول اوښتې او د هغوی د بریاوو او لاسته راوړنو د ستایلو سبب کېږي. دا ورځ نه یوازې د ښځو او د ښځو له پاره د تاریخي مبارزو یادونه کوي، بلکې د هغوی د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، او کلتوري حقوقو د خوندي کولو لپاره ټولنې ته د دوامداره هاند او هڅو پیغام هم رسوي. د ښځو نړیواله ورځ یادونه کوي چې د ښځو حقوق یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د ټولنې د عام پرمختګ او سوکاله اجتماعي ژوند لپاره هم اړین دي. دا ورځ نه یوازې د ښځو د لاسته راوړنو لمانځنه کوي، بلکې دا د ټولنې هر وګړي ته مسئولیت ورپه یادوي چې د جنسیتي برابرۍ، عدالت، او ازادۍ لپاره کار او مبارزه وکړي. د نړۍ په مختلفو ټولنو کې ثابته شوې ده چې هر څومره چې ښځو ته د ټولنې د کامل‌الحقوقه انسان په سترګه وکتل شي، د بشري افرادو په حیث آزادي ولري، د هغوی حقوق خوندي وي او د هېواد د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري فعالیتونو برخه وي، همغومره ټولنه پرمختللې، باثباته او سوکاله وي.

ښځې د انساني ټولنې نیمایي برخه ده چې د هغوی د ژوند شرایطو او په ټولنیزو پروسو کې ګډون ته باید ډیر پام وشي. د ښځو د بشري آزادیو او انساني حقوقو د تأمین پروسه یو تاریخي تکاملي بهیر دی چې د ټولنیز، اقتصادي، او سیاسي پرمختګ سره تړلی دی. هر څومره چې یوه ټولنه اقتصادي وده کوي، دولتونه یې ښوونې او روزنې ته پام ور اړوي، د انسان د آزادۍ، شرافت او حیثیت په ساتلو کې پر مخ روان وي او ولسواکۍ ته وده ورکوي، همغومره د ښځو د حقونو درناوی او په ټولنیز ژوندانه کې د برخې اخیستلو امکانات ور پکې زیاتېږي. د بشري حقوقو په لړ کې د ښځو د آزادۍ او حقوقو د عملی کولو بهیر د یوې ټولنې د مادي او اقتصادي پرمختګ او په هغو پورې تړلی کلتوري روبنا سره تړاو لري. هر څومره چې د یوه هېواد اقتصادي پرمختګ چټک وي، د هغو په تناسب یې د ښځو د آزادۍ او د حقوقو د احترام روحیه او قوانین هم ګړندی عمل کوي.

په لرغونو- دودیزو ټولنو کې چې د انساني تمدن د پیل په لومړیو پړاوونو کې رامنځته شوې وې، ښځو د کورني کار او د ماشومانو د روزنې دنده په غاړه لرله او له سیاسي، تعلیمي او اقتصادي حقوقو بې‌برخې وې. د منځنیو پیړیو په مطلقو دیني او فیوډالي واکمنیو کې د ښځو د حقونو محدودیت لا زیات شو، ځکه چې اروپايي ټولنې له دودیزو او دیني اصولو سره زیاتې تړل شوې وې، اقتصادي زیربناوې ضعیفې وې، تولیدي سیستم کرنیز و، ښځې د کار له بازار څخه محرومې وې، د زده‌کړې او سیاسي ګډون مخنیوی یې کېده او اکثراً د نارینه‌وو تر ولکې لاندې پاتې شوې.

د ۱۸مې او ۱۹مې عیسوي پېړۍ صنعتي انقلاب د بشري تاریخ له مهمو بدلونونو څخه دی چې د ټولنو بڼه یې بدله کړه او د ښځو د کار او زده‌کړې لپاره یې نوې دروازې پرانېستلې. صنعتي انقلاب هغه لوی بدلون ؤ چې د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ په ترڅ کې د نړۍ د تولید، اقتصاد، او ټولنیز جوړښت په بڼه کې رامنځته شو. دا انقلاب د ماشینونو د اختراع، د فابریکو د جوړېدو، او د نوو تکنالوژیو د پراخې کارونې له امله پیل شو، چې د خلکو د ژوند، کار کولو، او اقتصادي نظامونو په بڼه یې ژور اغېز درلود. د فابریکو رامنځته کېدو ښځو ته د کار زمینه برابره کړه؛ خو د کار په بازار کې د  ښځو تنخوا د نارینه و په نسبت کمه وه، د کار محیط یې غیر صحي ؤ، د کار د قرارداد شرایط یې خراب وو او په سیاسي ډګر کې یې د رایې ورکولو حق نه لاره. دې وضعیت د ښځو داسې خوځښتونه رامنځته کړل چې د عین کار په مقابل کې د نارینه و سره د مساوي مزد د تر لاسه کولو، د کاري محیط د ښه والي، د ولادت د ورځو د قانوني رخصتیو غوښتنه او د رایې ورکولو د حق لپاره مبارزه وکړې.

په شلمه پېړۍ کې په ډیرو هېوادو کې پر فیوډالی سیستم باندې د پانګوالي نظام بریاوو د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې د پراخېدو شرایط رامنځته کړل او د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو حقوقو د ترلاسه کولو په لار کې یې ډېر مهم پرمختګونه وکړل. ښځو د رایې ورکولو حق، د مساوي کار په مقابل کې له نارینه و سره د مساوي معاش حق، د جنسیتي برابرۍ حق، او د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز ژوندانه په ډګرونو کې د آزادۍ حقونه تر لاسه کړل.

 په ۲۱مه پېړۍ کې د ښځو د حقونو د دفاع جنبشونه او سازمانونه د ښځو د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او قانوني حقونو د پراختیا لپاره هڅې او د جنسیتي برابرۍ، ټولنیز عدالت، او د ښځو د خوندیتوب لپاره دوامداره مبارزه کوي. دوی د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي په ضد او د کار، کور، او په عامه ځایونو کې د ښځو د ځورونو د بندېدو له پاره د سختو قوانینو تصویب، د ښځو له پاره د کاري فرصتونو زیاتول او د هغوی پر ضد د تاوتریخوالي د کلتور پای ته رسول غواړي. ښځو ته د روغتیایی فرصتونو برابرول او په سیاست، حکومت، او مشرتابه کې پراخ رول ورکول او پر ضد یې د سیاسي تبعیض له منځه وړل د ښځو د نننیو جنبشونو غوره غوښتنې دي.

د یادولو وړ ده چې بعضي هېوادونه که څه هم د اقتصاد لخوا پر مخ تللي دي، خو لا هم د ښځو په وړاندې جنسیتي تبعیض ورپکې شته. په ځینو ټولنو کې فرهنګي، مذهبي او سیاسي شرایط د ښځو د دودیزو محدودیتونو په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

علمي څېړنو او تاریخي تجربو ثابته کړې ده چې ښځو ته د تعلیم، کار او تجارت مساوي فرصتونه ورکول د هېواد اقتصادي وده چټکوي، د کار بازار ته د ښځو داخلېدل د هېواد کورني ناخالص تولید GDP  ته وده ورکوي او هغه هېوادونه چې د ښځو اقتصادي مشارکت ته ارزښت ورکوي، د فقر کچه پکې ټیټه او د ژوند معیار لوړ وي. د ښځو تعلیم او روزنه د ټولنې د پرمختګ اساس جوړوي. تحصیل کړې میندې د خپلو ماشومانو تعلیم ته زیاته پاملرنه کوي، چې دا د راتلونکو نسلونو په ژوند مثبت اغېز لري. هغه ټولنې چې ښځې پکې لوستې وي، په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخه کې بریالي وي. د ښځو له پاره روغتیایي حقونه او فرصتونه (لکه د زېږون پر مهال خدمات) د ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. په هغو هېوادونو کې چې ښځې ته روغتیایي آسانتیاوې برابرې شوې، د ماشومانو او میندو د مړینې کچه ټیټه ده. که ښځې د ټولنیزو امنیتي پالیسیو برخه وي، د تاوتریخوالي، جنسي تیري او بشري قاچاق کچه کميږي. د ښځو سیاسي ګډون د حکومتونو حساب ورکونه زیاتوي، ځکه ښځې عموماً د عدالت، شفافیت او ټولنیزې هوساینې طرفداره وي. هغه هېوادونه چې ښځې یې په پارلمان، حکومت او د پریکړې کولو په ادارو کې برخه لري، ثبات او د قانون حاکمیت پکې ډېر وي. د ښځو د حقوقو رعایت د بشري حقونو، فردي ازادۍ او د ولسواکۍ د پراخیدو سبب کېږي. په ټولنیز ژوندانه کې د ښځو پراخ ګډون د ښوونې او روزنې، هنر، ادبیاتو، موسیقۍ او رسنیو ودې ته لاره هواروي. پرمختللې ټولنې تل د ښځو د حقونو احترام کوي او د هغوی نظریات، نوښتونه او استعدادونه د وطن د سمسورتیا او د خلکو د ژوند د هوساینې له پاره په کار اچوي. هر څومره چې یوه ټولنه د ښځو حقونو ته درناوی کوي، همغومره به د اقتصاد، تعلیم، روغتیا، امنیت، سیاست او کلتور په برخه کې چټکه وده کوي. نو که یوه ټولنه غواړي چې پرمختګ وکړي، باید د ښځو د آزادۍ، تعلیم، کار او مشارکت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.