فاکس بيزنس شبکه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله وايي، چې ټرمپ له ايران سره د اټومي وسلو پر سر د مذاکراتو لپاره ايت الله علي خامنه اي ته ليک استولی دی.
د دغه ليک نور جزئيات نه دي رسنيز شوي، خو دا مهال د ايران او امريکا ترمنځ اوضاع د اټومي وسلو او سياسي مسايلو پر سر کړکېچنه ده.
ټرمپ د ليک د استولو په اړه ويلي، غوره به وي چې د دغو ستونزو په اړه مذاکرات وشي، خو که نتيجه ور نه کړي، نو بل انتخاب به همدا وي، چې ايران بايد اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي.