په پاکستان کي افغان کډوال سخت ځورول کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69405
ایمل
دخبریدو نیټه : 2025-03-07

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او له دغه هېواده د شړلو بهیر په چټکېدو سره، "د پناه غوښتونکو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" په نوم د افغان کډوالو د حقونو يوې ملاتړې ډلې ویلي، د پاکستان پولیسو لږ تر لږه ۱۹۰ افغانان د دې هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې نیولي دي.

دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ، د مارچ په شپږمه، په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د نیول شویو افغانانو ویډیوګانې خپرې کړي او ویلي یې دي، چې دوی د اسلام‌اباد په "حاجي کمپ" کې ساتل کېږي.

د دې کمېټې په وینا، د اسلام‌اباد او راولپنډۍ په ښارونو کې افغان کډوال سخت ځپل کېږي