د افغانستان د فوتسال ملي ټیم نن په برازیل کې د ګرینلنډ لوبډلې ته پنځه د څلور په وړاندې ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به له کوربه برازیل او ایران سره هم ولوبیږي.
تمه وه چې افغان لوبډله د چهارشنبې په ورځ له ایران سره مسابقه وکړي خو د افغان لوبغاړو د ویزو د ستونزې له امله دا لوبه وځنډیده او ټاکل شوې ده چې دا مسابقه سبا ترسره شي